د کرونا څخه د محفوظو مجلسونو لارښود

Multilingual Resources

Image

که چیرته تاسو واکسین کړي وي یا نه او غواړئ په راروان د ژمي په موسم کې د خپلو ملګرو او کورنۍ سره راټول شي یا مجلسونه وکړي،
 فکر وکړئ چې څه رقم کولای شي تر څو خپل ځان او نژدي ملګري د کرونا څخه وژغوري.


که چیرته تاسو واکسین کړی وي نو تاسو ځان خوندي کړ او هغه څوک مو هم خوندي کړ چې واکسین شوی نه وي.
 واکسین ډیر ګټور ده او تاسو د ناروغیو او مرګ څخه ژغوري، که چیرته تاسو پریکړه وکړه چې سره که واکسین مو کړی وي یا نه د کرونا میکروب د خپریدو چانس ډیر ده.
 واکسین، ماسک، لاس مینځل او په کور کې اوسیدل دا ټول هغه پړاونه دي چې نور د کرونا په اخته کیدلو څخه ژغوري.

عامه ځایونه

که چیرته تاسو په عامه ځایونو کې راغونډیږي

. واکسین کول یوه ښه لاره ده تر څو تاسو خپل ځان د سختو ناروغیو، بستر کیدلو او د کرونا له امله د مرګ ځخه ژغوري.

. ماسک اچول که چیرته تاسو واکسین کړی وي یا نه، پنځه کلن یا د هغه ځخه په عمر کې زیات، باید په عامه ځایونو کې ماسک واچوئ او د باندې په عامه محافلو کې چې د ۵۰۰ څخه زیات خلک وي،
د مثال په ډول کنسرتونه او یا د لوبو په ځایونو کې ماسک واچوئ. مونږه سپارښتنه کوو چې دوه کلن او څلور کلن ماشومان هم باید ماسک وکاروئ.

. کور کې پاتې شئ که چیرته تاسو په کرونا اخته یاست او یا یې علایم ولرې نو به .

. پلان ولرئ. که چیرته تاسو داسې ځای کې ځان خوندي احساس نکړ چې هلته ډیرو خلک ماسک نده اچولي نو کور ته ځان ورسوئ او با بدیله لاره پیدا کړئ.

د خپل مویایل لپاره د WA الې خبرتیا  فعاله کړئ. دا تاسو ته خبر درکوئ چې ایا تاسو په کرونا اخته شوي یاست او نور ته هم خبر ورکوئ که چیرته تاسو په کرونا اخته یاست.
WA خبرتیا شخصي ده او نه پوهیږي چې تاسو څوک یاست او نه پوهیږي چې تاسو چیرته ځي.

شخصي بنډارونه

مخکې له دې څخه چې تاسو د یو بنډار کوربه شي

• خپل میلمه وپیژنئ. فکر وکړئ تاسو څوک دعوت کوئ. ایا دوی په کرونا اخته دي، ایا واړه ماشومان دي او یا واکسین ته اماده ندي ؟
ایا ته پوهیږي چې دوی واکسین کړي که نه ؟ که چیرته تاسو نه پوهیږي، نو دا اړینه ده چې د حالاتو مطابق پلان وکړئ.

• مخکې له مخکې پلان وکړئ. که چیرته په کورنۍ کې مو داسې خلک وي چې واکسین یې نه وي کړی او یا داسې خلک وي چې نور خلک ترې په کرونا اخته کیدای شئ، ښه لاره به دا وي تر څو فاصله سره مراعت کړئ او که چیرته تاسو پریکړه وکړه چې یو بل سره ګورئ نو اطمینان حاصل کړئ چې څه رقم د یو بل ترمنځ د امن فضا رامنځنه کوئ.

• د امن فضا کې سفر وکړئ. که چیرته تاسو غواړئ چې د کورنۍ یا ملګرو سره سفر وکړئ نو د کرونا څخه د ساتنې لارښود وګورئ. که چیرته تاسو داسې ځای ته سفر کوئ چې هلته کرونا زیاته خپریږي
نو باید ډیر هوښیار واوسئ ، ماسک واچوئ او د نور خلکو څخه دوه متره فاصله مراعت کړئ.

• د باندې تګ کول. د بهر مجلسونه د ننه مجلسونو څخه ډیر خوندي دي . که چیرته تاسود د ننه یاست نو داسې ځای انتخاب کړئ چې هوا ولرئ، د مثال به ډول کړکۍ داره کوټه .

• د لږو خلکو سره لیدنه. بهر چې څومره لږو خلکو سره ناسته ولاړه وکړئ ډیره به غوره وئ.


 • لنډ وخت تیر کړئ. د خلکو سره لږ وخت تیرول د کرونا مکروب د خپریدو چانس کموئ . لنډې غونډې او محافل د لاسونو د محافظت په برخه کې مرسته کوئ.

• د ماشومانو په اړه وپوهیږئ.  ماشومان نشي کولای تر څو د شپږو فوټو په فاصله کې لرې ودریږي، نو ماسک اچول او لاسونه مینځل اړین دي. په یاد ولرئ چې هغه ماشومان چې د دوه کلونو څخه یې عمر کم وي ماسک باید ونکاروئ! که چیرته ستاسو د کورنۍ غړی د دوه کلونو څخه یې عمر ډیر وي او ماسک نشي کارولای، نو د هغه خلکو سره دې لیده کاته کم کړئ چې واکسین یې نه وي کړی او یا د واکسین حالت یې نامعلوم وي.

• خپل روغتیایي حالت معلوم کړئ. پوښتنه وکړئ که چیرته تاسو ټوخی، تبه او یا په ساه اخیستلو کې دوه اونیو راهیسې ستونزه لري. د میلمنو څخه وپوښتئ تر څو خپله درجه حرارت وګورئ.
که هر څوک تبه ولرئ او یا په تیرو دوه اونیو کې یې د کرونا ناروغ سره لیدلي وي ـ نو باید کور کې پاتې شئ.

• معاینه وکړئ. که چیرته تاسو واکسین کړی وي یا نه ، دغونډو او محافلو څخه ۷۲ ساعته مخکې په کرونا باندې د نورو خلکو اخته کیدلو چانس کموئ.
د محفل څخه یوه ورځ مخکې په کور کې پاتې شئ. که چیرته د کرونا معاینه مو منفي هم وي، بیا هم تاسو باید د کرونا د مخنیوي تدابیر کوم چې په دې پاڼه شریک شوي دي په پام کې نیسئ.

• د خپل مویایل لپاره د WA الې خبرتیا  فعاله کړئ. دا تاسو ته خبر درکوئ چې ایا تاسو په کرونا اخته شوي یاست او نور ته هم خبر ورکوئ که چیرته تاسو په کرونا اخته یاست.
WA خبرتیا شخصي ده او نه پوهیږي چې تاسو څوک یاست او نه پوهیږي چې تاسو چیرته ځي.

 

په جریان د شخصي محافلو کې

• ماسک وکاروئ.  که چیرته تاسو د کور دننه د میلمنو سره محفل نیسئ، نو سپارښتنه کیږي چې هر یو نفر باید ماسک وکاروئ که حتا زیاترو خلکو واکسین کړی هم وي باید ماسک وکاروئ
او اضاف ماسکونه باید ولرئ تر څو هغو خلکو ته یې هم ورکړو چې ماسک کارول یې له یاده وتلي وي.

• لاسونه ومینځئ. که چیرته دستشویې یا اوبو ته لاسرسی نه وي نو باید د میکروب ضد مایع وکاروو.

• فاصله مراعت کړئ.  که امکان ولرئ ۶ فوټه فاصله مراعت کړئ د هغو خلکو څخه چې په کرونا اخته وي او یا واکسین شوي نه وي.

• کړکۍ خلاصې کړي. په هغو کوټه کې چې راغونډ یاست، د هغې کوټې کړکۍ خلاصې کړئ تر څو هوا پکې وچلیږي.

• پاکوالی. د محفل څخه مخکې او وروسته ، د محفل ځای پاک کړئ.

د شخصي غونډو څخه وروسته

• بیا هم لاسونه ومینځئ. د ۲۰ ثانیو لپاره په اوبو او صابون لاسونه ومینځئ.

• د میکروب ضد مایع. ټول ځایونه په مایع باندې ومینځئ د مثال په ډول، میز، دروازې قلف، د تشناب وسایل.

• علایم وګورئ. که چیرته په تا کې کوم نښه ښکاره شوه نو معاینه وکړئ. که چیرته په محفل کې کوم حاضر نفر په کرونا اخته وي نو نورو ته په محفل کې خبر ورکړئ.  که چیرته تاسو په کرونا اخته یاست او نور معلومات غواړئ